اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن ا??با?? سره د برتانيې هائي كمشنر تهامس ډريو ملاقات كړې۔ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د جمعې په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخئ داخله وزير وئيلي دې چې دواړه هېوادونه د اوږدې مودې تاريكۓ اړيكې او د امن او سلامتيا پحقله شريك مفادات لري ۔ داخله وزير د دواړو هېوادونو ترمېنځه د نالج ګېټ وے په جوړولو ??ېن??ار كولو سره وئيلي دي چې د نالج ګېټ وے د لارې به د پاكستان زده كوٶنكو له د برتانيې په اعلٰې پوهنتونونو كښې د پي اېچ ډي سند ترلاسه كولو موقعې په لاس ورشي٬ د پاكستان صلاحيت لرونكو ځ??انانو ته د تعليم ښې موقعې وركول ?? حكومت ترحيج ده ۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان د قربانيو اعتراف وكړي۔ داخله وزير ووئيل پاكستاني وګړي د برتانيې په معاشي پرمختګ كښې ځانګړې كردار لوبوي۔ داخله وزير برتانيه كښې د مېشته پاكستانيانو سره په ګډه د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرستې زياتولو لپاره د عزم څرګندونه وكړه ۔داخله وزير احسن ا??با?? ووئيل په نېشنل ??ېك??ن پلان په كاميابۍ سره عملدرآمد روان دې