اسلام آباد ۔ 29 اکتوبر (اے پی پی) د آزاد جمو وکشمیر اولس م??ر سردار مسعودي خان وئيلي دي د مقبوضه كشمير اولس ځانله نه دي٬ د آزاد كشمير او د پاكستاني اولس په شمول ټول هېوا?? پرېښودونكي دوئي سره دي۔ د تورې ورځي په اړه نجي ټي وي سره خاص مركه كښې ده ووئيل مونږ كه د مظلوم كشميري اولس غم دړد دوئي سره وېشلې نه شو ولې ??وئي ته باور وركولې ??و چې مونږ به د ژوند تر آخري ساه د مقبوضه كشمير اولس سره ولاړ يو او مونږ به په ټولو نړيوالو ايوانونو كښې دا غږ پورته كوو چې كشميري اولس ته دې د خپلواكۍ خپل حق ورك??ے شي۔ دوئي سره د شويو زياتو دې فوري ازاله وكړې شي۔ ده ووئيل د كشميري اولس مرستې له دې نړيواله ورورولي او د بشري حقونو ټول نړيوال تنظيمونه راوړاندې شي او خپلې ??مه وارۍ دې ترسره كړي۔ ده ووئيل هند په ټوله نړۍ كښې كشميريانو ته ترهګر وئيلو سره نړۍ څخه خپلې ناپاكه ارا??ې پټول غواړي او د كشميريانو بنيادي حقونه د منځه وړي بلخوا نړيواله ورورولي خاموشه ناسته ده۔ ده ووئيل مونږ دا ګڼو چې د كشمير مسئله د كشميري اولس او پاكستاني اولس شاملېدو نه غېر نه شي حل كېدې۔