اسلام آباد 09 نومبر (اے پی پی) د د وزير??عظ?? د قامي تاريخ او ادبي ورثې سلاكار عرفان صديقي وئېلي دي چې د علامه اقبال شاعري د توحيد لازوال پیغام دے٬ فكر د غلامۍ د قيد نه خلاصولو سره د خودۍ اعلٰی منزل ته رسي ۔ د زيارت په ورځ د قامي شاعر علامه اقبال د 140مې زېږېدنې ورځې دستورې په لړ كښې په ايوان قائد اسلام آباد كښې د علامه اقبال نادر د عكسونو نندارتون پرانستې دستورې ته په خپل خطاب كښې عرفان صديقي ووئيل چې د علامه اقبال شاعري يوازې شاعري نه بلكې د حركت او عمل ابدي پیغام دے٬علامه اقبال د خودۍ د هلو ځلو او مينې پیغام وركړے۔ د وزير??عظ?? سلاكار عرفان صديقي د علامه اقبال په ژوند د ن??در عكسونو په نندارتون كولو نظريه پاكستان كونسل ته مباركي وركولو سره ووئيل چې د علامه اقبال عكسونه زمونږ په زړونو كښې دي خو ضرورت د دې خبرې دے چې مونږ د هغه په شاعرۍ او پیغام پوهه شو او دا په خپل ژوند او روح كښې ژوندې وساتو۔ په دې موقع نامتو دانشور پروفيسر فتح محمد ملك٬ډاكټر طالب حسېن سيال٬ډاكټر محمد ايوب صابر٬ګوهر زاهد ??لك او عشرت معصوم هم موجود وو۔ دستورې ته په خپله وېنا كښې فتح محمد ??لك ووئيل چې قائد??عظ?? محمد علي جناح د علامه اقبال په سوچ عمل كولو سره پاكستان ترلاسه كړے و