اسلام آباد ۔ 4 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د ګل په ورځ د وفاقي پلازمينه اسلام آباد نوي هوائي مېدان سره پېوست كولو لپاره د مېټرو بس سروس د روډ انفر??سټ??كچر او د كار جاج اخست?? په اړه د اعلی كچ يوې غونډې مشري وكړه۔ داېن اېچ اے چيئرمېن شاهد اشرف تارړ وزيراعظم له د 25.6 کلومیټړه اوږد سړك جوړول?? په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل دا پروژه د 12 اربه روپ?? په لګښت ترسره كولې شي او د دې پروژې ترمخه ټول پلونه او انډر پاسز بش??ړېدونكي دي۔ پروژه به د دې مياشتې تر آخر ترسره كړې شي۔ د ایئرپورټ لنک روډ او مېټرو بس سروس منصوبې جوړېدو ??ره به د غبرګو ښارونو استوګنو ته تر هوائي مېدان رسنه ترلاسه شي۔ غونډې ته ووئيلې شو چې د هوائي مېدان لنك سړك او د مېټرو بس سروس پروژې سره به د غبرګو ښارونو استوګنو ته د مزل اسانۍ ترلاسه شي او ورسره به د پلازمينې او د پنډۍ ښار د اړوند سيمو سره سره د خواوشا خلكو ته د ټرانسپورټ پېښې مسئلې هم لرې شي۔