لاهور/ فېصل آباد 20 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي پرمختګ لپاره جمهوري نظام بهترين آپشن ګرځولو سره وئيلي دې د حكومت په مستحكمو پاليسيو كښې د تسلسل غوره نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوې ٬ پرمختګ لپاره جمهوري نظام بهترين آپشن ګرځولې شوې ٬ حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي ٬ ټول ټاكنې به په وخت كېږي٬ په بېلا بېلو څانګو كښې خارجي سرمايه كاري د حكومت په زړه پورې پاليسيو د باور څرګندونه ده٬ حكومت سرمايه كارو له هر ممكنه آسانۍ وركوي ٬ د هنډ??ئي او نشاط ګروپ په اشتراك لګېدونكې دا وړومبنې جديد آټو موبائل اسمبلي پلانټ سره به نورو غېر ??لك?? كمپنو ته ترغيب وركړے شي۔ د شورو په ورځ فېصل آباد انډسټريل اسټېټ اېنډ مېنجمنټ كمپنۍ اېم تهري انډسټريل سټي چك جهمره فېصل آباد كښې نشاط ګروپ پاكستان او ساٶته كورين كار مېكر هنډ??ئي نشاط كار پلانټ په اشتراك د 230 مېليونه ډالرو پلانټ د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د تجارت وفاقي وزير پروېز ??لك?? دوهم وزيران عابد شېر علي، طلال چوهدري، د پارلمان غړي ، نوميالي صنعت كار ??و كاروباري شخصيات هم موجود وو۔ وزیراعظم د ګډون كوٶنكو هركلي كولو سره ووئيل د حكومت د مثبتو پاليسو نتيجې رامخې ته كېږ??٬ د هنډ??ئي او نشاط ګروپ په سرمايه كارۍ د ھغوي مننه كوٶ٬ دا د حكومت په سرمايه كار ??وسته پاليسيو د باور څرګندونه ده٬ ده ووئېل د حكومت په مستحكمو پاليسيو كښې د تسلسل نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوې ۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې د نجكارۍ پاليسۍ ډېرې كاميابې د??٬ د حكومت كار كاروبار كول نه دي٬ په دې تناظر كښې پخواني وزيراعظم نواز شریف هېواد كښې د نجكارۍ عمل پېل كړې او نن هر څوك د ھغه خبره كوي۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې د سياسي عدم استحكام او په پاليسو كښې د عدم تسلسل له امله ستونزې رامخې ته شوې خو اوس د پاليسيو استحكام او د تسلسل په نتيجه كښې كاميابۍ ترلاسه كېږي او په بېلا بېلو څانګو كښې خارجي سرمايه كاري كېږي٬ وزيراعظم ووئېل دا ھغه اصل پاكستان دے چرته چې سرمايه كار ??اروان دي او ځ??ئي او خارجي سرمايه كار ?? حكومت په پاليسيو د باور څرګندونه كوي۔ ده ووئيل جمهوري نظام بهترين آپشن ګرځولې شوې ٬ اوسني حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي ٬ ټاكنې به په وخت كېږي او اولس به پرېكړه كوي۔ وزیراعظم هيله څرګنده كړه چې د هنډ??ئي سرمايه كار ??ه د ځ??ئي صنعتي څانګې پرمختګ لپاره ګټور وګرځي٬ حکومت سرمایه کارو ته هر ډول ممكنه آسانۍ وركوي۔ ده ووئيل اوسني حكومت د برېښنا او ګاز د لوډشېډنګ په بحران قابو موندلې او نن د موثره پاليسيو له امله هېواد كښې برېښنا آرزانه ده٬۔ ده ووئيل اوسني حكومت چې كله اقتدار ??رلاسه كړو نو هېواد كښې 580 كلوميټره اوږده موټروے فعاله وه او نن 1800 كلوميټره نه زياته اوږده موټروېز جوړه شوې او يا بشپړېدونكې ده۔ وزیر اعظم ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې هنډ??ئي نشاط موټرز لپاره فېصل آباد كښې فېډمك انډسټريل سټي خوښه كړې شوې۔ ده ووئيل د فېصل آباد صنعتي او درآمدي او برآمدي اهميت نه مخ نشي اوړېدلې ۔ ده ووئيل د انډسټريل سېكټر په پاكستان باور بحال شوې چې د ټولو نه لوي سوب ئې د امن او امان غوره صورتحال دے۔ ده ووئيل حكومت د ادارو په مرسته په ناامنۍ تر ډېره حده قابو موندلې ۔ وزيراعطم د هنډ??ئي ګروپ انتظاميې له هم باور وركړو چې دوې له به پاكستان كښې ټولې آسانے وركولې شي او ډېر زر به د موبائل سېكټر د سرمايه كارۍ د آثراتو نه مستفيد شې۔ ده ووئيل ځينې خلق د پاكستان منفي تشخص رامخې ته كوي ھغوي به ناكامۍ سره مخ كېږي۔ ده ووئيل د خپرونو نړيوالې ادارې چې څه خپرونې وړاندې كوي ھغه پاكستان نه دے بلكې حقيقي پاكستان دا دے چرته چې د ترهه ګرۍ او مسائلو خاتمه روانه ده ٬ د نړيوالې سرمايه كارې لاره هوارېږي او هېواد په تندۍ سره پرمختګ كوي۔ وزیر اعظم د هنډ??ئي او نشاط ګروپ يو ځل بيا مننه كولو سره ووئيل حكومت به ځ??ئي او خارجي سرمايه كارو ته ټولې ممكنه آسانۍ وركوي۔ ده صنعت كارو له هم باور وركړو چې دوې له به نه يوازې پرله پسې بلكې آرزانه برېښنا به هم وركولې شي۔ ده د نجي سېكټر ډاډګيرنې او په زرګونو كلوميټره اوږدو موټروېز او د نورو سترو لارو د بشپړولو هم باور وركړٶ دغسې چې د مواصلاتو په نظام كښې ښه والې راوستې شي۔ دې څخه وړاندې د نشاط ګروپ چيئرمېن مياں محمد منشاء ووئيل فېصل آباد انډسټریل اسټیټ ډویلپمنټ اېنډ مینجمنټ کمپني اېم تهري انډسټريل سټي چك جهمره فېصل آباد كښې د 230 مېليونه ډالرو په ماليت هنډ??ئي نشاط آټو موبائل اسمبلي پلانټ د بنياد تېګه اېښودونكې ده او د نشاط ګروپ پاكستان او ساٶته كورين كار مېكر هنډ??ئي موټر كمپنۍ په اشتراك سره لګېدونكې دا منصوبه به په كال 2020 كښې د 800 سي سي ٬ 1000 سي سي او د نورو بېلا بېلو ماډلو او پاوررز د جديدو ګاډو جوړولو كار پېل كړي او د دې عظیم الشانه منصوبې بشپړېدو سره به په كلنه توګه 7 زره ګاډي جوړولې شي او دغسې 7 زره كسانو له به د روزګار موقعې وركولې شي ٬ د دې منصوبې د پرله پسې پراختيا نه پس به كال 2023 كښې د 500 مېليونه ډالرو څخه په كلنه توګه د جوړېدونكو ګاډو شمېره 20 زره ته ورسي ۔ د منصوبې پرانستې دستوره كښې د پنجاب ګورنر ملك محمد رفیق رجوانه ،د نشاط ګروپ مشر میاں محمد منشاء ، د فېډمك چیئرمین میاں محمد ادریس، د فېډمك چیف آپرېټنګ آفیسر ایم عامر سلیمې٬ د تجات وفاقي وزير محمد پروېز ملك ، دوهم وزيران عابد شېر علي، طلال چوهدری، جنېد انوار چوهدری ٬ د ملت ټرېكټر چيئرمېن سکندر مصطفی ٬ د پارلمان غړي ٬ د فصېل آباد چېمبر آف كامرس اېنډا انډسټري صدر بشیر حسین چاوله ، د ضلع كونسل چیئرمېن چوهدري زاهد نذیر ، د ميونسپل كارپوېشن ميئر رزاق ملك ، د فېصل آباد کمشنرد مومن آغا ، او نورو چارواكو هم ګډون وكړو۔ دې څخه وړاندې اېم تهري انډسټريل سټي ته په رسېدو د هنډ??ئي نشاط موټرز لېټډ لخوا وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په زړه پورې هركلې وكړې شو