اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د پاكستان٬ اېران٬ چين٬ تركيې٬ روسيې او افغانستان جعرافيه٬ شريك اقدار او خيالات ??و يو ډول حالات ?? اولس پرمختګ او خوشحالې لپاره په ګډه د كار كولو پراخا موقعې وركوي٬ زمونږ جعرافيائي قربت د تاريخ د اړخ بدلولو صلاحيت لري٬ ترهګرې د منطقې يو شمېر هېوادونو ??پاره ستونزې پېدا كړې دي٬ پاكستان د ترهګرې له امله تر ټولو زيات ځپل شوې هېواد دے٬ د ترهګرې لعنت ختمولو لپاره زمونږ ګاونډي هېوادونه زمونږ د وسله والو ځواكونو د خاص تجربې او پوهې څخه استفاده كولې شي٬ د ترهګرې خاتمې لپاره مونږ خپلو ټولو دوستانو سره په اخلاص د مرستې كولو وړاندېز كوو۔ د اتوار په ورځ د 6 هېوادونو د سپيكرانو وړومبي كنفرنس ته د خاص مېلمه په توګه د وېنا كولو په مهال اولس مشر ممنون حسېن ووئيل چې د منطقې د مهمو دوستانو او د وروڼو هېوادونو د سپيكرانو كوربتوب ما لپاره د خوشحالې خبره ده۔ زه د اسلام آباد په ښائسه فضاګانو ??ښې تاسو ټولو ته د زړه له كومي هركلې وايم٬ زه هيله لرم چې دا كنفرنس به د منطقې د چېلنجونو ??ه مخ نيوي او د سيمه ايز پرمختګ او خوشحالې د موقعو څخه په استفاده كولو كښې ډېر ګټور ثابت شي ځكه چې په دې موقع ستاسو يو بل سره ليدنه او مشورې به په يو بل د لا ښه پوهېدلو او د مرستې د نويو امكاناتو د دروازو پرانستلو ذريعه جوړې شي۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل چې د پاكستان٬ اېران٬ چين٬ تركيې٬ روسيې او افغانستان جعرافيه٬ شريك اقدار او خيالات ??و يو ډول حالات ?? اولس پرمختګ او خوشحالې لپاره په ګډه د كار كولو پراخا موقعې وركوي٬ زمونږ جعرافيائي قربت د تاريخ د اړخ بدلولو صلاحيت لري۔ ده ووئيل چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې سړكونه او رېلوے لائنز منطقه د پاكستان د لارې ټولې نړې سره نښلوي۔ د زمكي لارو دا نېټ ورك به د يوې منطقې يوې لويې لارې په نتيجه كښې د نړۍ بېلا بېلې منطقې يو بل ته نزدې كړي۔ د اقتصادي لارې پشان آپټك هائي وے به مواصلاتي رابطې لا اسانې كړي۔ په دې پس منظر كښې زه ګڼم چې د اولس د ريښتينو ??مائندګانو ??ه حېث به دا اجتماع د دې امكاناتو څخه استفاده كولو او په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې په لړ كښې ګټور تجويزونه وړاندې كړي۔ اولس مشر ووئيل چې د بېلا بېلو منطقو او تهذيبونو ??ه سنګم پاكستان په دې لړ كښې ښه كردار ترسره كوي۔ اولس مشر ووئيل چې مونږ د منطقې ټولو هېوادونو ته په اقتصادي لار كښې د ګډون كولو بلنه وركوو۔ ده ووئيل چې دا منطقه چې د كوم اقتصادي استحكام او خوشحالې خوب ويني٬ د دې تعبير سيمه ايز امن٬ استحكام٬ په سوله اوسېدو او يو بل سره د خېر ښېګړې پاكې جذبې سره مشروط دے۔ د دې جذبې له مخې پاكستان په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره په اخلاص غېر مشروط مرسته كړې ځكه چې مونږ ګڼو چې په افغانستان كښې استحكام سره د ټولې منطقې امن تړون لري۔ دا يو داسې شريك خواهش دے چې ترلاسه كولو لپاره به ئې مونږ په جدي هڅو كښې پوره مرسته كوو۔ مونږ ګڼو چې د سرحدي نګرانې فعاله نظام به په دې لړ كښې موثر ثابت شي۔ اولس مشر ووئيل چې تاسو ته معلومه ده چې ترهګري يو داسې مسئله ده چې د منطقې په يو شمېر هېوادونو ??ښې ئې ستونزې راپېدا كړې دي٬ پاكستان د دې څخه تر ټولو زيات ځپلې شوې هېواد دے۔ د تېرو څو كلونو ??ه مهال د ترهګرې له امله د اويا زرو څخه زياتو پاكستانيانو د خپل ژوند قربانې وركړې دي او مونږ د يو سل شل اربه ډالرو مالي زيان هم زغملې۔ د دې صورتحال مخ نيوي لپاره پاكستان جامع اقدامات كړي دي چې پكښې د نېشنل اېكشن پلان له مخې د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې يو شمېر كارروائې شوې دي او دغسې د ضرب عضب عملياتو له مخې په قبائيلي سيمو كښې موثره كارروائي وكړې شوه۔ د پاكستاني حكومت د دې اقداماتو په نتيجه كښې د ترهګرو ملا ماته شوې٬ زه ګڼم چې ډېره زر به دا مسئله په مكمل توګه ختم شي۔ اولس مشر ووئيل چې د ترهګرې لعنت ختمولو لپاره زمونږ ګاونډي هېوادونه زمونږ د وسله والو ځواكونو د خاص تجربې او پوهې څخه استفاده كولې شي٬ د ترهګرې خاتمې لپاره مونږ خپلو ټولو دوستانو سره په اخلاص د مرستې كولو وړاندېز كوو۔ اولس مشر ووئيل چې د اولس د خپلواكې حق او د بنيادي حقونو سلب كولو په نتيجه كښې ستونزې پېدا كېږي او د دې يو ژوندې مثال د كشمير مسئله ده چې د كوم ځائ اولس چې د تېرو اوو لسيزو څخه د خپلو بنيادي حقونو ??ه محروم دي۔ پاكستان ګڼي چې دې مسئلې د نيمې وچې امن په داؤ لګولې دے۔ ځكه ضروري ده چې دا پخوانې مسئله د كشميري اولس او د ملګرو ملتونو د قراردادونو ??ه مخې په سمدستي توګه حل كړے شي چې دغسې د دې منطقې څخه د جنګ وريځې پاسي۔ اولس مشر په آخر كښې يو ځل بيا پاكستان په راتګ د ټولو هركلې وكړو او د سپيكرانو د كنفرنس پرانسته ئې وكړه۔