اسلام آباد 15 فروري(اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان د سرمايه ك??رۍ موقعې لري٬ د حكومت د غوره قانون سازۍ د لارې دا موقعې لا بهترې كړې شوي٬ مونږ به خوشحاله شو كه زمونږ ورور هېواد تركيې څخه سوداګر او صنعتكار دې موقعو څخه ګټ?? پورته كړي۔ اولس مشر دا خبرې د زيارت په ورځ د تركيې سفير احسان مصطفٰې يوراداقل په مشرۍ كښې د پاك ترك بزنس فورم پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د پاكستان او تركيې سرمايه ك??رو سره لوړ پوري چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې د غېر معمولي نوعيت دي چې مثال ئې د خارجه اړيكو په نړۍ كښې ګران دے۔ ده ووئيل د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې تجارت او سرمايه ك??رۍ كښې زياتوالي ته اړتيا ده ٬ په دې لړ كښې د سوداګرو٬ صنعتكار?? او سرمايه ك??رو د پلاويو تګ راتګ ضروري دے۔ اولس مشر ووئيل پاکستان او ترکیه د تاریخ ، كلتور او د عقيدې په مضبوطو خپلوليو تړلې دي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د صنعت او تجارت پشمول په نورو څانګو كښې مرسته خوشبينه ده٬ ده ووئېل پاکستان به په دې لړ كښې د هر اقدام په زړ?? پورې هركلې كوي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان كښې د ډېرو موجودو موقعو څخه تر اوسه استفاده نه ده كړې شوې٬ دې لپاره ضروري ده چې د تركيې سرمايه ك??ر د توان او فوډ پروسېسنګ پشمول نورو څانګو كښې سرمايه ك??رۍ ته پام لرنه وكړي۔ اولس مشر ممنون حسېن په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې په پاكستان كښې سرمايه ك??ري كوٶنكې د تركيې ادارې د پاكستان د انجينئران?? او كارمندانو د تربيې خاص اه??ما?? كوي او نورې تربيې له ئې تركيې ته لېږي د كومې چې به ډېرې ښې نتيجې رامخې ته شي۔ اولس مشر ممنون حېسن ووئيل د صحت او د داروګانو جوړولو په لړ كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې پراخه امكانات شته كومو څخه چې دواړه هېوادونه ګټ?? پورته كولې شي