اسلام آباد 29 مارچ (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فیصل په ایل او سی او ورکنګ باؤنډری د هند د اړخه د سیز فائر په پرله پسې خلاف ورزیو د تحفظاتو څركندونې سره خبردارې وركړې چې زمونږ صبر او تحمل دې د کمزورۍ علامت ونه ګڼلې شي، د هندي مهم جوئی سختې نتيجې بر??مد كيدې شي، زمونږ ځواك د هر ډول جارحیت ځواب وركولو له چمتو دے، مونږ به پھ مناسب وخت او ځائي ځواب وركوو، وزیراعظم شاهد خاقان عباسی به ډير زر د افغانستان دورہ وكړي، په افغان خاوره د ټی ټی پی، داعش او نور ترهه ګر ډلو محف??ظې اډې د پاکستان پشمول مينځني اسياﺀ ، ایران او سيمې له خطر دے، د بنګله دیش وزیراعظم شیخ حسینه واجد اشتعال راپارونكې بیان د افسوس و?? دے۔ د زيارت پھ ورځ د خارجه دفتر وياند اوونيز پریس بریفنګ په مهال د بيلو پوښتنو ځواب وركولو سره ووئيل د هند د اړخه په ایل او سی او ورکنګ باؤنډری د تير كال نه تر اوسه بلااشتعال سیز فائر خلاف ورزی ??ېږي، د پاکستان ځواكونه د صبر او تحمل څرګندونه كوي خو دا دې زمونږ کمزوری ونه ګڼلې شي، زمونږ وسله وال د هر ډول جارحيت ځواب وركولو له چمتو دے، مونږ به په مناسب وخت او ځائې ځواب وركوو۔ وياند د بنګله دیش وزیراعظم پھ اوسني بیان د ردعمل څرګندونې سره ووئيل دې ډول اشتعال انګیز ریمارکس د افسوس و?? دي، دا??ې بيانونه د درې اړخيزه لوظنامې 1974ء روح په ضد دي۔ وياند ووئيل د دواړه هېوادونو اولس يو بل سره كلتوري ٬ مذهبي خپلولۍ لري۔وياند د افغانستان قامی سلامتیا سلاحكار حنیف اتمر تورنه رد كولو سره ووئيل دې ډول بيانونو سره په دوه اړخيزه اړيكو منفی اثرات مرتب كېږي۔ وياند ووئيل وزیراعظم شاهد خاقان عباسی به ډير زر د افغانستان دورہ وكړي، د وزیراعظم د افغانستان دوره د امن لپاره د پرله پسې رابطو برخه ده۔ د داعش په اړه وياند ووئيل مونږ افغانستان كښې د پاكستان پولو سره نزدې د داعش او نور ترهه ګر ډلو په محفوظو ژالو سنجیدہ تحفظات لرو۔ ده ووئيل دا معامله ریزولوټ سپورټ مشن او افغان دولت سره پورته كړې شوي خو مناسب کارروائی نه ده شوي۔ وياند ووئيل په افغان خاوره د ټی ټی پی، داعش او نور ترهه ګر ډلو محف??ظې اډې د پاکستان پشمول مينځني اسياﺀ ، ایران او سيمې له خطر دې۔