اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د حكومت په دور كښې په قومي نظام كښې 11 زره 461 مېګاواټه برې??نا شامله شوې۔ د توان وزارت ذريعو له مخې په كال 2013م كښې د برې??نا پېداواري استعداد 18 زره 753 مېګاواټه و كوم چې اوس په كال 2018م كښې 28 زره 704 ??ېګاواټ ته رسېدلې۔ د كال 2013م په مقابله كښې 6 زره مېګاواټه زياته برې??نا پېدا كېږي۔ د پنځو كلونو په موده كښې د برې??نا پېداوار په ځانګړې توګه زيات شوے خو ورسره ورسره د برې??نا طلب هم مخ په زياتېدو دے۔ په اپرېل كال 2013م كښې 6.3 اربه يونټې استعمال شوې دي او په كال 2018م كښې 9.2 اربه يونټې استعمال شوې دي٬ دغسې 45 فيصده اضافي برې??نا كارول شوې۔ د برې??نا طلب په اپرېل كال 2013م كښې 15 زره 816 مېګاواټه و كوم چې په اپرېل كال 2018م كښې زياتېدو سره 20 زره 846 مېګاواټ ته رسېدلې۔ د نندي پور پروژې ??رس??ه كېدو سره هم د برې??نا په وركړه كښې بهتري راغلې۔ د ديامر بهاشا بند څخه به 4500 مېګاواټ او د داسو پروژې څخه به 4120 مېګاواټه برې??نا پېدا شي۔(