اسلام آباد ۔ 18 اګست (اے پی پی) نوي ټاكل شوي وزيراعظم عمران خ??ن د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړو۔ اولس مشر ممنون حسېن د خالي په ورځ ايوان صدر كښې په يوه ساده او درنه دستوره كښې عمران خ??ن څخه د ده د منصب سوګند واخست۔ د جمعې په ورځ قومي اسمبلۍ عمران خ??ن د پاكستان 22م وزيراعظم ټاكلې وو۔ د سوګند پورته كولو دستوره كښې لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصرالملک او دده د كابينې وزيرانو ٬ د نوې ټاكلي شوي وزيراعظم مېرمنې ٬ نومولې شويو صوبائي ګورنرانو ٬ د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن ٬ د پاك پوځ ٬ هوائي ځواك او سمندري ځواك مشرانو ٬ د سېنېټ ٬ قومي اسمبلۍ او صوبائي اسمبليو غړو ، پخوانو پارلماني غړو ٬ غېر ملكي سفيرانو ٬ سف??رتكارو ٬ سول او پوځي چارواكو ٬ د كركټ پخوانو لوبغاړو ٬ غېر ملكي مېلمنو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو لوئې شمېر شخصياتو ګډون وكړو۔ د دستورې پېل قومي سرود غږولو سره وكړې شو۔ دې نه وروستو د قرآن كريم تلاوت وكړې شو او بيا اولس مشر نوي ټاكلي شوي وزيراعظم عمران خ??ن څخه سوګند واخست۔ سوګند په اردو ژبه كښې واخستې شو