اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د شريكې ګټې كونسل په هېواد كښې د تعليمي ادارو معيار او په لوړو زده كړو كښې د يووالي ودې لپاره د وفاق او صوبو ترمېنځه د كوآرډينېش بهترۍ لپاره اېچ اي سي ته د لائحې جوړولو او په راروانه يوه مياشت كښې د وړاندې كولو سپارښتنه كړې ده ٬د خالص هاېيډل ګټې په لړ كښې د اے جي اېن قاضي په فارمولا من او عن عمل درامد ته سلا راغلې ٬ هېواد كښې د اووم اكتوبر نه په كامي كچه د صفائې كم??ائن هم پرېكړه شوې ۔د وزيراعطم عمران خان په مشرۍ كښې د شريكې ګټې كونسل غونده په وزيراعظم دفتر كښې وشوه چې پكښې د څلورو و??ړو صوبو اعلېٰې وزيرانو ګډون وكړو۔ هېواد كښې د تعليمي ادارو معيار او د لوړو زده كړو يوالي ودې لپاره د وفاق او صوبو ترمېنځه د مشاورت بهترۍ له د اېچ اي سي ته صوبو سره په ګډه د لائحې جورولو سپارښتنه وشوه دغسې كمېسون ته په راروانه يوه مياشت كښې د هر ضروري مشاورت بشپړولو او د سفارشاتو وړاندې كولو امر شوې۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل بلوچستان كښې تعليمي معيار ښه كولو ته خاص پاملرنه ته اړتيا ده٬ د لوړو زده كړو كمېسون دې صوبائي حكومت سره په ګډه په دې لړ كښې ج??ج واخلي٬ ده ووئېل بلوچستان كښې د صحت آسانيو په خاص توګه د كېنسر رنځ په وخت تشخيص او درملنې په لړ كښې به د شوكت خانم روغتون خدمات تر بلوچستان پراخه كولې شي۔ په غونډه كښې كراچۍ لپاره د اضافي اوبو و??كولو د سندھ درخواست قامي واټر كونسل ته وسپارلې شو۔ دغسې په هېواد كښې د شته اوبو و??كړې٬ د صوبو ترېنځه د اوبو د وېش فارمولې او د زمك??زو حقائقو له مخې به د شړيكې ګټې كونسل ته خپل سفارشات وړاندې كولې شي۔ د شريكې ګټې كونسل پلاننګ كنمېسون ته بلوچستتان كښې د برېښنا ترسيل او وېشن نظام پحقله د پروژو د جاج اخستو امر وكړو۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې د صوبو ترمېنځه د اوبو وېش لپاره يو داسې كوټلې نظام جوړ كړئ چې ورسره ټولو صوبو ته په وخت سم معلومات ترلاسه شي۔ غونده كښې د خالص هاېيډل ګټې په لړ كښې د اے جي اېن قاضي په فارمولا من او عن عمل درامد ته سلا راغله۔ غونده كښې د اي او بي آئي او و??كرز صوبو ته د منتقل كولو پحقله د معاملو جاج اخستو لپاره د بېن الصوبائي رابطې وزير په مشرۍ كښې كمېټي جوړه كړې شوه كومه چې به په يوه مياشت كښې وړاندېزونه د شريكې ګټې كونسل ته وړاندې كوي۔ په دې موقع هېواد كښې د يو معيار څيزونو باوري كولو او په دې لړ كښې اړوندو كم??نو ته د ون ونډو آسانۍ وركولو ذمه وارۍ پاكستان سټېنډرډ كنړول كوالټي ته په سپارلو اتفاق وشو۔ په دې لړ كښې د قانوني او آئيني معاملو جاج اخستو لپاره كمېټي جوړه شوه چې پكښې به د څلورو و??ړو صوبو سره د كسمير او ګلګت بلتستان نمائندګان هم ګډون كوي۔ د شريكې ګټې كونسل په غونډه كښې په قامي كچه د پاكوالي كم??ائن پېل كولو پرېكړه وكړه د كوم به چې وزيراعظم په اووم اكتوبر پرانسته كوي