اسلام آباد 17 اكتوبر (اے پي پي) اېشین هاكی چیمپئنز ټرافی نن د اكتوبر په 18 مه نېټه مسقط، عمان كښې پېل كېږي۔ د هند لوبډله به د خپل ټائټل دفاع كوي۔ په ايونټ كښې به 6 هېوادونه برخه اخلي كومو كښې چې كوربه لوبډله عمان ٬ پاكستان ٬ هند ٬ ملائیشیا، سوئ??لي كوريا او جاپان شامل دي۔ پاكستان به 5 مېچونه كوي۔ كومو كښې به چې اولنې مېچ په 19 اكتوبر سوئ??لي كوريا ٬ دوهم روايتي حر??ف هند سره په 20 اكتوبر درېم په 22 اكتوبر عم??ن سره ٬ څلورم په 24 اكتوبر جاپان او د ګروپ آخري مېچ به په 25 اكتوبر ملائيشيا سره كوي۔ دټورنامنټ پوزيشن مېچونه به په 27 اكتوبر كو??ې شي۔ د درېم پوزيشن مېچ به په 28 اكتوبر كو??ې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اېشین هاكی چیمپئنز ټرافی په كال 2011ء كښې پېل شوې او پاكستان او هند دوه دوه وارې ټائټل په خپل نوم كړے۔