اسلام آباد ۔01 فروری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سن??را??ي وئيلي دي حكومت كه په حج سبسډي وركړي ??و دا به ښه خبره وي۔ بلخوا د پارلماني چارو وزير علي محمد خان وئيلي دي حكومت به حج څخه وړاندې د اسانۍ وركولو هڅه كوي۔ ده ووئيل د خزانې وزير هم دا خوښي څرګنده كړې چې سبسډي وركړې شي ولې حكومت ځينې مجبورۍ لري۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال د پارلماني چارو وزير علي محمد خان د سناتور مشتاق احمد خان د پا?? راګرځونې نوټس په ځواب كښ?? ووئيل مونږ د مدينې رياست خبره كړې او مونږ په دې وياړ لرو۔ د مدينې په رياست كښ?? ريښتيا وئيلې كېږي۔ انصاف كېږي۔ ده ووئېل په حج سبسډي وركول د خزانې وزير هم غوښتله او اوس مونږ هڅه كوو چې ريليف وركړې شي ولې ځينې وجوهات داسې دي په كومو چې زه رڼا اچول غواړم۔ ده ووئېل په كال 2017ء او 2018ء كښ?? حج پا??ېسي جوړه شوه۔ ، 70 فیصد خرڅونه سعودی حکومت له وركول وي۔ هغه زمونږ په اختيار كښ?? نه دي۔ د روپۍ په مقابل كښ?? د سعودي ريال بيعه زياته شوې۔دهووئېل سعودی عربستان به 94 زره 185 د استوګنې په مد كښ?? اخلي ۔ سعودي عربستان كښ?? حج لپاره چې كومې ادائيګۍ كول دي هغه زياتې كړې شوي چې لامله ئې د حج خرڅونه زيات شوي ۔ ده ووئيل حکومت حج څخه وړاندې د ريليف وركولو هڅه كوي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د خزانې وزير كه په حج سبسډي وركړي ??و دا به ښه خبره وي۔ دې څخه وړاندې د پا?? راګرځونې په نوټس سناتور مشتاق احمد خان ووئيل د حاجيا??و د شمېرې په لحاظ پا??ستان په ټوله نړۍ كښ?? په دوهم لمبر دے ولې تېر كال حج او عمرې لپاره 14 لكه 79 زره 210 كسان لاړل۔ دا شمېره په ټوله نړۍ كښ?? تر ټولو زياته ده۔ ده ووئېل حكومت بايد حج لپاره آسانۍ او سبسډي وركړي۔ د حج مجموعي مصرف 4 لكه 56 زره جوړېږي۔ دغسې د روان كال په مهال د حج مجموعي مصرف 4 لكه 56 زره روپۍ دے ۔ په دې حساب د روان كال په مهال مصرف 176 زره روپې زيات شوې ٬ ده ووئيل د دستور ترمخه حج لپاره آسانۍ او رعايت وركول د حكومت فرض دے۔ د مذهبي چارو وزارت او اسلامي نظرياتي كونسل په حج د سبسډي وركولو سپارښتنه كړې وه۔ د مذهبي چارو پخواني وزير په ډېر زړه پورې ډول وزارت چلولې۔ ده ووئيل د حج مصرف بايد زيات نه كړې شي