اسلام آباد 22 فروری (اے پی پی) د اوبو ??سائلو وفاقی وزیر فېصل واوډا وئيلي دي د هند لخوا د اوبو ??خنيوي دهړكه د پلوامې پېښې غوندې د هندي جاسوس كلبھوشن كېس كښې د ناكامۍ څخه د پام ګرځولو ناكامه هڅه ده، سندھ طاس لوظنامې ترمخه هند د پاكستان د برخې اوبو ??خنيوې نشي كولې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د هند د اړخه د پاكستان اوبو ??خنيوي په حقله په بیان غبرګون كښې كړې۔ ده ووئيل د سندھ طاس لوظنامې ترمخه هند د پاكستان د برخې اوبو ??خنيوې نه شي كولې، د اوبو ??خنيوي دهړكه بې بنسټه ده۔ده ووئيل د هند حكومت د خپلو راروانو ټولټاكنو ترمخه تورونه لګوي۔ ده هند له خبردارې وركړو چې دا نوې پاكستان دے او هند ته دې دا معلومه شي چې د جنګ نتيجې څنګه وي۔ فیصل واوډا ووئيل پاك پوځ هند له د ځواب وركولو صلاحيت لري، د هند جنګ?? جنون به هيڅ ګټه اونه كړي۔ ده ووئيل هند د خپلې ناكامۍ ذمه وا?? پاكستان نه شي ګرځولې