ګلګت۔09ستمبر (اے پی پی ) د ګلګت ګلګت بلتستان اعلی وزير حاف?? حفیظ الرحمن وئيلي دي په ګلټري ٬ مني ٬ مرګ او دم سم كښې د و??ور?? پرېوتلو په سوب د سر شمېرې ډلې دغو ځايونو ته رسېدلې نه وې اوس د دغه سيمو ډېټا جمع كړې شوې۔ ددې سيمو نه ځانله د ابتدائي نتيجو ترمخه د جي بي آبادي 14لکهه 92زره ده۔ د سرشمېرې عمل د پاك پوځ په نګرانۍ كښې په سپېځلي ډول شوې۔ د پاكستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پلاننګ كمېشن آف پاكستان چيئر??ېن سرتاج عزيز په مشرۍ كښې د ګلګت بلتستان اصلاحاتو په اړه كمېټۍ ته ري نوټيفائي كړې چې غونډه به ئې د روانې مياشتې په 15مه نېټه كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اعلی وزير حاف?? حفيظ الرحمن ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل په ټولو ضلعو كښې د كوم فرخ نه لرې په پرمختيائي منصوبو كار روان دے۔ د محمد نواز شريف په هدايت نوې څلور ضلعې جوړې كړې شوې۔ د 70 كروړو روپو په مصرف به استور ویلی روډ او د 18 كروړو روپو په مصرف به راما روډ جوړولې شي۔ د سي پېك ترسېوري لاندې د 100 اربه څخه د زياتو روپو مېګا منصوبې پي اېس ډي پي څخه منظور شوي دي۔ د سكردو اهميت نظر كښې نيولو سره زمونږ ??ارښود محمد نواز شريف اولس سره وعده كړې وه چې سكر??و روډ به جوړولې شي۔ د 33 ارب روپو په لګښت سكر??و روډ جوړولې شي۔ دې لپاره ابتدائي رقم جاري كړې شوې۔