ډن هوانګ(چین) ۔ 19 ستمبر (اے پی پی) سی پېک او ??ېلټ اېنډ روډ منصوبو سره تړلي هېوادونه او ??يمې خپلې كاميابۍ يوځائې كولو سره د پرمختګ رفتار تندولو موقعو څخه ګټه پورته كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د پاكستان قامي خبر رسنې ادارې (اے پی پی ) منېجنګ ډائرېکټر مسعود ملک او نورو ګډون كوؤنكو د چين صوبې ګانسو ښار په ډن هوانګ كښې د نهې په ورځ د بثلټ اېنډ روډ په منصوبه راجوړ كړې شوي ميډيا كارپورېشن فورم ته خطاب كښې وكړه۔ فورم كښې د 126 هېوادونو او نړيوالو ادارو 265 صحافتی ادارو نمائندګانو ګډون وكړو۔ د فورم اهتمام د چين ګانسو صوبې حكومت او ?? چين ورځپاڼې پیپلز ډیلی په شريكه كړې وو۔ د اے پي پي اېم ډي مسعود ملك په خپل خطاب كښې ووئيل سی پېک د بېلټ اېنډ روډ منصوب?? هغه اړخ دے په كوم عملدرآمد كولو سره به چې دا ??ويه منصوبه كاميابه جوړه كړي۔ سي پېك به د پاكستان په اقتصادي پرمختګ ??ښې بنيادي كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل بېلټ اېنډ روډ منصوبه د چين هغه لوئے ګام دے كوم به چې د دې سيمې سره سره د نړۍ نور براعظمونه هم د تند رفتار او ?? غوره اقتصادي او ??ماجي پرمختګ ??ه مركزونو كښې بدل كړي۔ دې سره به د بې وسۍ په مسئله قابو موندلو بلكې ټولې نړۍ څخه د بې روزګارۍ ختمولو كښې هم مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل په دې منصوبه د عملدرآمد په نتيجه كښې به ټوله نړۍ د اقتصادي پرمختګ او ??ماجي آزادۍ په څانګو كښې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړي۔ ده ووئيل د نني دور صحافتي ادارو كښې د خبرونو د ترلاسه كولو او لېږلو عمل شپه او ورځ روان دے۔ او ??دې په سوب نړۍ حقيقت كښې يو ګلوبل و??لج جوړ شوې۔ ده ووئيل میډیا فورم به د نړۍ صحافتي ورورولۍ ته شريكه مرسته كښې د اضافې كولو موقع وركړي۔ فورم ته د چین نېنشل پیپلزکانګریس سټینډنگ کمیټۍ دوهم چیئرپرسن زانګ پنګ، د پیپلزډیلی صدر یانګ زینوو او ?? چين حكمران ګوند صوبائی کمیټۍ سېكتر لنگ ډاؤ هم خطاب وكړو