اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو مخنيوي لپاره د امر??كې په هند اثر انداز كېدو له بايد خپل كردار ولوبوي۔ د جمعې په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو د عم??مي اسمبلۍ غونډه كښې په مقبوضه كشمير كښې د شوو بشري حقونو خلاف ورزيو راپور جوړولو لپاره نړيوالې ادارې ته د خپل يو استازې د ټاكنې تجويز هم وركړې۔ ده وئيل منطقه كښې امن لپاره پاكستان هند سره په مستقلو بنيادونو مذاكرات غواړي خو دې لپاره به هند له د پولې نه پورې اړخ ته راپارونكې كاروائۍ بندول وي كومو كښې چې يو شمېر وګړي مړه او ژوبل شوې دي۔ خارجه وزير ووئيل د سوئيلي آسيا منطقه كښې امن لپاره پاكستان د سا??ك خارجه وزيرانو په كنفرنس كښې هم غږ پورته كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ګرد ه??واد كښې د ترهه ګرۍ تر بشپړه خاتمې به د ترهه ګ??ۍ په ضد جنګ دوام دار وي