اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) پارلماني غړو وئيلي دي وزیراعظم شاهد خاقان عباسيي د ملګرو ملتونو پ?? عمومي اسمبلۍ كښې د كشمير كشالې پشمول په ټولو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د پاكستان دريځ په زړه پورې ډول وړاندې كړې۔ د ګل په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې سناتورې نزهت صادق وزيراعظم ته پېزو??نې وړاندې كولو سره ووئيل د امريكائي اولس مشر سوئيلي آسيا د پاليسۍ پحقله پاكستان خپل غبرګون ??ه موثره ډول وړاندې كړې۔ دې ووئيل پاكستان يو خپلواكه هېواد دے٬ د ترهه ګرۍ په ضد پاكستان ډېرې مالي او ځاني قربانۍ وركړې د كومو اعتراف نه كول چې ډېره نامناسبه ده۔ دې ووئيل په دې لړ كښې د خا??جه چارو كميټي هم رابللې شوې او پ?? دې صورتحال غور شوې او دغسې حكومت په دې لړ كښې لائحه جوړولو لپاره د سفيرانو كنفرنس رابللې۔ دې وئيل وزیراعظم شاهد خاقان عباسي چې د ملګرو ملتونو پ?? عمومي اسمبلۍ كښې د پاكستان كوم نقطه نظر وړاندې كړې د ستا??نې جوګه دے۔ دې ووئيل وزيراعظم د كشمير كشالې پشمول په ټولو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د پاكستان دريځ په زړه پورې ډول وړاندې كړے۔ د قامي اسمبلۍ غړي ملك ابرار ووئيل سوئيلي آسيا لپاره د ټرمپ پاليسي د دوه مخيزه معيار عكاسي كوي٬ ټرمپ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان قربانۍ نظر انداز كوي او هند ته په سيمه كښې برلاسي لپاره هڅې كوي۔ سناتورې نجمه حمید ووئيل وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتونو پ?? عمومي اسمبلۍ كښې جامع خطاب كړې۔ دې ووئيل وزيراعظم د كشمير كشاله په موثره توګه په نړيوال فورم په ډاګه كړې او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ئې د پاكستان مالي او د ځاني قربانيو سره سره كاميابۍ په زړه پورې ډول ظاهر كړې۔