اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند و??ېل?? دي هند د پرمختيائي هلو ځلو په نوم افغان خاوره پاكستان كښې تخريب كارۍ لپاره كاروي٬ د هندي پوځ مشر د سټرائيكس پحقله بيان بېخي ناسم دے٬ دا ډول هندي بيانونه غېر ذمه واره او د منطقې امن او استحكام لپاره د خطر وړ دي٬ نړيواله ورورلي دې د هندي دړكو نوټس واخلي٬ د پاكستان اتومي پروګرام پرامن او په بشپړه توګه محفوظ دے او د اتومي تنصيباتو امنيت لپاره كوټلې كمانډ اېنډ كنټرول نظام لرې٬ پاكستان د افغانست??ن پشمول ټوله منطقه كښې امن او استحكام لپاره هڅې كوي۔ دا خبرې د خارجه دفتر وياند محمد نفيس زكريا د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال وكړې ۔ د اتومي پروګرام په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاكستان اتومي پروګرام پرامن او په بشپړه توګه محفوظ دے او د اتومي تنصيباتو امنيت لپاره كوټلې كمانډ اېنډ كنټرول نظام موجود لرې۔ ده ووئيل پاکست??ن په دې ??ړ كښې د اتومي توان نړيوالې اداراې سره بشپړه مرسته كوي٬ د دې ??ه ع??اوه پاكستان ځيني سيمه ايزو هېوادونو له د نيوكليئر تحفظ پحقله تربيه هم وركوي٬ دې ??قصد لپاره په سنټر آف اېكسلېنس كښې د تربيې اهتمام شوې۔