رحيم يار خان 14 اکتوبر (اے پي پي) د بېنظير انكم س??ور?? پروګرام مشرې م??رو?? مېمن وئيلي دي چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت به خپله آئيني موده ??ور?? كوي٬ د غوره كاركردګې په بنياد به په راتلونكو ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كولو سره د هېواد په تاريخ كښې پرله پسې دويم ځل حكومت جوړولو سره د وړومبي سياسي ګوند اعزاز ترلاسه كوو٬ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د مسلم ليګ﴿ن﴾ لخوا وضع كړې شوې پالېسې مخ په وړاندې بوځي۔ هغې دا خبرې د خالي په ورځ په رحيم يار خان كښې خبريالانو سره د خبرو په مهال وكړې۔ م??رو?? مېمن ووئيل چې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د مسلم ليګ﴿ن﴾ لخوا وضع كړې شوې پالېسې مخ په وړاندې بوځي او د توان پشمول يو شمېر لوئې پروژې د ترسره كېدو په حال كښې دي۔ هغې ووئيل چې حكومت ادارو سره ټكر نه غواړي او په دې لړ كښې بې ځايه افواګانې خپرولې شي۔ د دې څخه وړاندې م??رو?? مېمن د رحيم يار خان د بېلا بېلو سيمو دوره وكړه۔