اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير وئېلي دي سول او عسكري قيادت يو موټې دي٬د قامي سلامتيا په مسئلو به په اجتماعي توګ?? تګلاره جوړولې شي۔د شورو په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ بيان نه په سمدستي توګه ??روستو د قامي سلامتيا غونډه شوې ??و د رايو اتفاق سره يو پېغام جاري كړی شوې۔ده ووئيل زمونږ سول او عسكري قيادت د امريكې خارجه سېكتر سره يو په يو ملاقات كړې او هغه ته يې خپل نكته نظر وړاندې كړې۔د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل د هې??اد سياسي استحكام د مستحكم معيشت سره تړلې شوې۔د جي ډي پي 7 فيصده شرح د اقتصادي استحكام د لارې ترلاسه كېدې شي۔ده ووئيل په 2013 كښې چې كله مونږ اقتدار له راغلو نو هې??اد ګڼو چېلنجونو سره مخ وو خو نن د لويې څښتن په فضل پاكستان د 2013 څخه مختلف دے۔ده ووئيل پخواني وزيراعظم په هې??اد كښې د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژه پېل كړی ځكه چې هغه جيو اكنامك رابطې غوښتلې