اسلام آباد 15 جنوری (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د قامي تاريخ او ادبي و??ثې ډويژن له مخې كار كوونكې تاريخي٬علمي او ادبي ادارو م??الي كاركردګي د ستائنې وړ ده كومې چې په ټولنه كښې د امن٬اخوت او خېرسګالۍ جذباتو ته وده وركولو لپاره اهميت لري۔ده د?? خبره د قامي تاريخ او ادبي و??ثې ډويژن لپاره د وزيراعظم صلاحكار عرفان صديقي سره خبرو كښې كړې چا چې د ګل په ورځ ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كولو۔اولس مشر ووئيل علم او ادب د ټولنې ذهني او روحاني روزنې لپاره ډېر مهم كردار ترسره كوي۔دې سره سره د خپل تاريخ ورثې حفاظت او د خپلو م??رانو د كارنامو څخه خبرتيا لپاره ځوانان د ښه قامي كردار ادا كولو لپاره چمتو كوي۔اولس مشر ووئيل د قامي تاريخ او ادبي و??ثې ډويژن د سيورې لاندې چلېدونكې ادارې د تېره څه موده نه د قدر وړ كردار تر سره كړې۔ده د وزيراعظم صلاحكار خذمات ستائېلو سره هيله څرګنده كړه چې د دې ادارو فعاليت او ك??ركردګي به لا ښه كړې شي۔په دې موقع عرفان صديقي د قامي تاريخ او ادبي و??ثه ډويژن د سيوري لاندې د چلېدونكو تاريخي٬علمي او ادبي ادارو ك??ركردګۍ څخه اولس مشر خبر كړو