مانسهره 11 فروری (اے پي پي﴾ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي چې پخواني وزيراعظم محمد نواز ??ري?? ??ول?? سره كړي لوظونه پوره كړي دي٬ پخواني وزيراعظم د موټروے د لارې په هېواد كښې د سړكونو جال خپور كړے او دې سره د هېواد معيشت مخ په ښه كېدو دے۔ په مانسهره كښې د سوئي ګېس د لوډشېډنګ مسئله هم حل كړې شوې۔ وفاقي وزير دا خبرې د اتوار په ورځ په غازي كوټ كښې د سوئي ګاز د اضا??ي پائپ لائن د پرانستې نه پس ??ول??ي غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د قومي اسمبلې غړے كېپټن ﴿ر﴾ صفدر٬ د صوبائي اسمبلۍ غړي صالح محمد خان٬ سردار محمد ظهور٬ ميا ضياالرحمان او ضلع ناظم سيد غلام رسول هم موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل چې پخواني وزيراعظم محمد نواز ??ري?? هېواد د پرمختګ په لار روان كړے۔ په ټول هېواد كښې د نواز ??ري?? په غونډو د ??ول?? ګډون عدالتي پرېكړه رد كړے۔ ??ول?? به د كاركردګې په بنياد مسلم ليګ ﴿ن﴾ بيا كامياب كړي۔ ده ووئيل چې په راتلونكو ټولټاكنو كښې به نه يوازې په وفاق بل??ې د خېبر پښتونخوا پشمول په څلورو واړو صوبو كښې مسلم ليګ ﴿ن﴾ قوي حكومتونه جوړوي۔