اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د افغانستان د لارې د تركمانستان څخه تر پاكستان او هند ګاز پائپ لائن د تركمانستان په حدود ??ښې تعمير بشپړ شوې٬د بنياد تېګه به (نن) د جمعې په ورځ سرحدي ښار سرحت آباد كېښودلې شي۔د بنياد تې??ې اېښودلو دستورې نه پس به د غړو هېوادونو پاكستان٬هند٬افغانستان او تركمانستان رهبر كمېټۍ غونډه به ماري ??ټي ??ښې كېږي۔ د انټرسټېټ ګاز سسټم پرائيوېټ لمېټډ منيجنګ ډائرېكټر مبين صولت څوك چې د تاپي منصوبې ترمخه دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه غونډو ??ښې ګډون له تركمانستان ??ښې دے٬اے پي پي سره په خپلو خبرو ??ښې ووئيل چې د دې پروژې په اړه دا يو تاريخي او مثبت پړاو دے د كومې به چې ښه نتيجې ترلاسه شي۔ ده ووئيل كمپنۍ د مارچ 2017 ??اهيسې د فرنټ اينډ انجينئرنګ ډيزائن هلې ځلې پېل كړي دي او تراوسه په تاپي پروژه عملدرآمد په لړ ??ښې ګڼ اقدامات شوي۔ ده ووئيل دې پروژې سره به پاكستان ته ارزان اندهن او توان وركول باوري كړې شي چې ورسره به د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ لا تند شي۔ د منصوبې ترمخه 56 انچ قطر 1680 كلوميټر اوږد پائپ لائن به غزولې شي۔ د دې پائپ لائن د لارې به د تركمانستان څخه د ورځې 3.2 ارب كيوبك فټ ګاز وركولې شي۔ منصوبه به تر 2020 بشپړ شي۔ د پروژې لپاره آسيائي پرمختيائي بانك مالي مرسته كوي۔ د پروژې څخه به پاكستان او هند ته 1.325 ارب كيوبك فټ٬افغانستان له 0.51 ارب كيوبك فټ ګاز وركړې شي