پیښور 08 مارچ (اے پي پي) كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي ځوانانو ته اعلٰی تعليمي آسانيې وركولو سره به پاكستان د پرمختلليو هېوادونو په صف كښې شامل شي٬د پاكستان مسلم ليګ(ن)مشرتابه د مدبرانه پالېسو په نتيجه كښې په ترهه ګرۍ قابو موندلې شوې ٬حكومت وړيا لېپ ټاپ سكيم معرفي كوي٬د دې څخه به ټول زد?? كو??نك?? استفاده وكړي٬هېو??د ته د تحقيق كو??نك?? ضرورت دې۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د پېښور په حيات آباد كښې د آئي اېم سائنسز د ريسرچ اينډ سېمينار بلاكس پرانستې دستورې ته د خاص مېلمه په توګه د خپلې وېنا په مهال وكړی۔احسن اقبال ووئيل پنځه كاله وړاندې كله چې مونږ اقتدار ته راغلو نو لا قانونيت وو٬ترهه ګري وه او د امن او امان صورتحال سره مخ وو خو زمونږ مشرتابه په ترهه ګرۍ قابو وموندلو او هېواد د پرمختګ په لار روان شوې۔ده ووئيل په تېر وخت كښې واكمنو يوازې د امريكې څخه د اېف 16 ټېكنالوجۍ ترلاس?? كولو ته پام كړې بايد مونږ د امريكې څخه لوړو زده كړو ترلاس?? كولو ته پام وكړو۔ده ووئيل كوريا٬چين او نورو هېوادونو د امريكې څخه تعليمي ماډل ترلاس?? كولو سره خپل هېوادونه پرمختګ ته ورسول۔وفاقي وزير ووئيل حكومت د وړيا لېپ ټاپ وركولو سكيم معارفي كوي او د دې څخه به ټول استفاده وكړی شي٬ده ووئېل مونږ افغان زد?? كو??نك?? ته هم تعليمې آسانې وركوو چې دغسې دوي نه يوازې د خپل هېواد خذمت وكړی شي بلكې د پاكستان او افغانستان اړيكې مستحكمې شي او دواړه هېوادونه د منطقې امن لپاره په ګډه كار و??ړي??ده ووئيل هېو??د ته د رټه لګو??نك?? نه د تحقيق كو??نك?? ضرورت دې ځكه بايد ټولې ادارې د تحقيق څانګې ته خاص پام و??ړي??دستورې ته د آئي اېم سائنسز جوائنټ ډائرېكټر عثمان غني هم وېنا وكړه