د لاهور په م??ډل ټاؤن سيمه كښې د سترې محكمې جج جس??س اعجاز الاحسن په كور ډزې شوې دي۔ د پوليس ذريعو له مخې د نامعلومو كس??نو لخوا په كور دوه ځله ډزې شوې دي٬ د ډزو پې??ې تېره شپه په 10 بجې 45 دقيقې او د اتوار په سهار په 9 بجې 45 دقيقې رامېنځ ته شوې دي۔ د پوليسو لخوا تر اوسه په بريد كښې ككړ كوم تن نه دې نيول شوے خو فرانزك ډلو دوه ځله د كور دوره كړې او شواهد ئې راغونډ كړي دي۔ د ابتدائي پلټنو له مخې د شپې په وخت يوه ګولې په مركزي دروازه او د سهار په ډزو كښې يوه ګولې د كېچن په كړكي لګېدلې۔ ډزې په نائن اېم اېم طمانچه شوې دي۔ پوليس د سي سي ټي وي كېمرو د لارې د پېښې د ځائ جاج اخلي۔ د سترې محكمې لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د پاكستان ستر قاضي جسټس ثاقب نثار د جس??س اعجازالاحسن كور ته لاړو او د صورتحال ئې په خپله نګراني وكړه۔ ستر قاضي د پنجاب آئي جي ےهم د جس??س اعجازالاحسن كور ته طلب كړو۔ له بلې خوا د پنجاب وزيراعلٰي شهباز شريف د پېښې نو??س اخستلو سره د پنجاب آئي جي څخه راپور طلب كړے او په سمدستي توګه د تورنو نيولو حكم ئې كړے۔