اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي)پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د بې اصولۍ سياست كوونكې هېواد كښې بدلون نشي راوستلې٬د سېنېټ په ټاكنو كښې مسلم ليګ(ن)او اتحادي ګوندونو په سپيځلې ډول ووټ وركړی٬عمران خان بايد غشي له د ووټ وركولو پ?? اړه قام خبر ??ړې۔د ګل په ورځ د احتساب عدالت په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د جماعت ??سلامي امير سراج الحق د سېنېټ ټاكنو پ?? اړه م??نی خيز ريماركس وركړي٬د بې اصولي سياست كوونكي هېواد كښې بدلون نه شي راوستلې٬بدلون تل پھ اصولو راځي۔ده ووئيل عمران خان د خپل ګوند د صوبائي اسمبلۍ غړو د ووټ سپكاوې كړی۔عمران خان د سېنېټ په ټاكنو كښې قام ته د چوهدري سرور پ?? اړه هم اووائي۔ده ووئيل دا خبره هم بايد رامخې ته كړی شي چې د كراچۍ لپاره وركړی په اربونو روپۍ څه شوې۔نواز شريف ووئيل د كلثوم نواز صحت مخ په ښه كېدو دے٬ اولس ته د هغې روغ سټې لپاره د دعاګانو غږ كوم