اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د مالديپ نوي ټاكل شوي اولس مشر ابراهيم محمد صالح سره ??ېل??فوني خبرې وكړې۔ وزيراعظم په اوسنو ټاكنو كښې هغه ته په كاميابۍ ترلاسه كولو مباركي وركړه۔ وزيراعظم ووئيل چې مالديپ په يو نوي دور كښې داخلېږي۔ ده هيله ولرله چې د نوي ټاكل شوي اولس مشر پھ مشرۍ كښې به هېواد پرمختګ وكړي او د دې هېواد اولس به لويه كاميابي او خوشحالي ترلاسه كړي۔ دواړو مشرانو دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له د عزم څرګندونه وكړه۔ دوي د شريكې خوښې په چارو او د دواړو هېوادونو د اولس ګټې له په ګډه ??ار كولو كښې هم خوښي ښكاره كړه۔ د مالديپ اولس مشر په ??ېل??فون كولو د وزيراعظم ??نن?? وكړه او ده ته يې هم د وزيراعظم چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړه۔ده وزيراعظم ته د مالديپ د دورې كولو بلنه هم وركړه